د سپټمبر د میاشتې په ۲۹مه نېټه په مسکو کې یو ځل بیا د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

download.jfif

Credit: Pixabay

ټاکل شوې د روانې سپټمبر مياشتې په ٢٩ نېټه مسکو يو ځل بيا د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په نوم د سيمي هېوادونو د سلا مشورو د پنځمې غونډې کوربتوب وکړي.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت او له نشه يې موادو سره مبارزه د مسکو فارمټ پنځمې ناستې د اجنډا مهم ټکي دي.

نوموړي له ټاس خبري اژنس سره په خبرو کې څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په دغه ناسته کې به د سیمې هېوادونه په هغه مواردو هم بحث وکړي چې اوس يې اړتیا لېدل کیږي.

کابلوف وویل، په دې به هم خبرې وشي چې طالبان څنګه خپلو مکلفیتونو ته متوجه شي.

له دې سره هم مهاله د سياسي چارو کارپوهان هغه ناستې چې په هغو کې د افغانستان په ستونزو خبري کيږي او پرېنښودل شي چې دا هېواد څنډي ته شي ګټوري بولي.

د سياسي چارو کارپوه جاويد مومند له اس بي اس راډيو سره په خبرو کې وويل؛ مهمه داده چې طالبان هم په دې ناسته کې برخه لري تر څو دوى هم د سيمې له هېوادونو سره خپلې اندېښنې شريکي کړي او يو بل ته قناعت ورکړي.

ښاغلي مومند زياته کړه؛ طالبان بايد په دې ناسته کې له داسې ديپلوماسۍ څخه کار واخلي چې د خپل ځان او هېواد په ګټه تمامه شي او هڅه وکړي چې افغانستان د امريکا او روسیې له رقابت څخه وژغوري.

مهرباني وکړئ، پدې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service