د افغانستان لوړو زده کړو ياد هيئت د اسټراليا له وتلو پوهنتونو چارواکو سره ليدلي او اسټراليا ته د افغان زده کوونکو او استادانو راتګ برخه کې شته ستونزو حل کولو پر موضوع خبرې شوي.
له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکې دوران ښاغلي فاروقي وويل ، د افغان حکومت لوړو زده کړو هيئت وړانديزونه او هم د لا ښې همکارۍ له پلانو څخه هرکلی شوی او راتلونکي کې د افغان زده کوونکو او هم استادانو اسټراليا ته زده کړې لپاره راتګ لار هوارولو برخه کې د پام وړ پر مختګ شوی.
د ښاغلي فاروقي په وينا د اسټراليا په ګډون د نړۍ ځينو نورو هيوادو سره د لوړو زده کړو برخه کې کړکيچ له هغه وروسته رامينځته شو چې ډير شمير زده کوونکي او استادان کوم چې له افغانستان څخه باهر زده کړې لپاره استول شوي ول هغوی بيرته افغانستان ته راستانه نه شول.

Afghan Higher Education Delegation Visits Australian Universities Source: Afghanistan Embassy Canberra
د ښاغلي فاروقي په وينا لدې وروسته افغان زده کوونکي او استادان چې له افغانستان څخه باهر زده کړو لپاره ليږل کيږي پر هغو به سخت شرايط لګول کيږي ترڅو دوی ونشي کولی نورو هيوادو کې پناه واخلي او يا پاتې شي.
له ښاغلي پوهنمل حميدالله فاروقي سره اس بي اس پښتو راډيو مرکه کړې او بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.