Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د پاکستان ستره محکمه: نږدې راتلونکي کې د مشرف سزا ورته نورې سترې پريکړې کوي

Pakistan's former military ruler Pervez Musharraf during the arrest.

Pakistan's former military ruler Pervez Musharraf during the arrest. Source: AAP

د پرويز مشرف محکمه کول د پاکستان پوځ ته قوي پيغام رسوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Islam Gul Afridi

وړاندې کوونکی Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د پرويز مشرف محکمه کول د پاکستان پوځ ته قوي پيغام رسوي.


د پاکستان سترې محکمې په ۱۶۹ پاڼو رپوټ کې د پاکستان پخواني ولسمشر پرويز مشرف پر اعدام محکوم کړ.

پرويز مشرف په کال ۱۹۴۳ کې د هند نوي ډيلي ښار کې د انګلستان راج وخت کې زيږيدلی.

مشرف چې ډير عمر يې د پاکستان کراچی او د ترکيه استانبول ښار کې تير کړی لومړي ځل لپاره يې په کال ۱۹۶۱ کې د پاکستان نظامي ښوونځي کې زده کړې پيل کړې او په کال ۱۹۶۴ کې يې پوځ کې دنده پيل کړه.

په کال ۱۹۹۸ کې د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف پرويز مشرف ته د څلور ستوري جنرالی مقام ورکړل او د پاکستان د پوځ مشر وټاکل شو.

د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف او د پوځ مشر مشرف ترمينځ کړکيچ د ۱۹۹۹ کال لومړيو کې پيدا شو او هغه مهال نواز شريف هڅه وکړه ترڅو مشرف له دندې لرې کړي ولې خپل دې کار کې پاتې راغی او مشرف يې پر خلاف پوځي کودتا وکړه او په کال ۲۰۰۱ کې د پاکستان ولسمشر وټاکل شو.

Pervez Musharraf salutes his troops on his last full day as Pakistan's army chief. (Getty Images)
Pervez Musharraf salutes his troops on his last full day as Pakistan's army chief. (Getty Images) Source: Getty Images

مشرف ډيرې مودې لپاره نواز شريف په کور کې بند ساتلی وه چې بيا د محکمې پريکړې وروسته له پاکستان څخه بهر وويستل شو.

مشرف تر ۲۰۰۸ کال پورې د پاکستان ولسمشري وکړه او له هغه وروسته يې پاکستان پريښود او انګلستان کې يې استوګنه پيل کړه.

مشرف په يو وخت کې د پاکستان د پوځ مشري او ولسمشر څوکی دواړه پر مخ وړلې.

د مشرف دې ګام خلاف د مسلم ليګ ن ګوند محکمې ته مخه کړه او د هغه محکمه کيدو غوښتنه يې وکړه.

مشرف د محکمې هيڅ يوې ناستې کې ګډون ندی کړی ولې محکمې د هغه خلاف ټول لګيدلي تورونه په بشپړه ډول وڅيړل.

تيره ورځ د پاکستان سترې محکمې مشرف ته يې له پاکستان سره غداری لپاره د اعدام سزا واوروله.

د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف چې مشري يې عمران خان کوي تيرو وختو کې يې په وار وار دا ويلي ول چې مشرف ته دې سزا ورکړل شي ولې اوس به وليدل شي چې ايا تحريک انصاف د محکمې پريکړې ملاټر کوي او که نه.

بله خوا پرويز مشرف ته سزا اورولو په اړه د پاکستان پوځ وياند انديښنه څرګنده کړې کوم چې د ډيرو بشر حقونو مدافعينو له کلک غبرګون سره مخ شوی.

پاکستان کې د وکيلانو ټولنې پر پاکستاني پوځ غږ کړی ترڅو دې د محکمې پريکړو کې مداخله نه کوي.

د پاکستان سترې محکمې قاضيانو چې د پرويز مشرف سزا اورلو په اړه يې رسنيو ته معلومات ورکول وويل،  نږدي راتلونکې کې به داسې ورته سترې پريکړې د پاکستان خلکو مخې ته وړاندې کړي.

داسې شک کيږي چې د پاکستان د پوځ اوسنی مشر قمر جاويد باجوه خلاف هم سترې پريکړې اورولو امکان شته.

اسلام ګل افريدي بشپړ رپوټ لري.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now