شفيق الله مشفق نږدې لس کاله وړاندې اسټراليا ته د کډوال په توګه راغلی ولې هغه مهال د نوي حکومت راتګ سره د يادو کډوالو پر وړاندې تر ټولو سخت قانون وړاندې شو, نوي قانون له مخه هر هغه کس چې اسټراليا ته له کښتۍ لارې په غير قانوني توګه راغلی وي هغوی په اسټراليا کې په دايمي توګه نه ميشت کيږي.
د افغانستان نا امنه حالت ته په نظر کې نيولو سره د اسټراليا حکومت افغان کډوال بيرته افغانستان ته ستانه نه کړل بلکې هغوی ته يې اسټراليا کې لنډمهالې ويزې ورکړې.
د يادو ويزو له لارې کډوال په اسټراليا کې د کار کولو حق ترلاسه کړ او ترڅنګ يې روغتيايي سيسټم ته لکه د اسټراليا نورو اتباعو وړيا لاسرسۍ ترلاسه کړ.
پر دغو کډوالو تر ټولو سخت قانون د هغوی له کورنۍ سره نه يوځای کيدل دي چې تر اوسه دوی له کورنيو لرې دي او نشي کولی هغوی اسټراليا ته راولي.
د ليبر ګوند مشر انتوني البنيزي چې اوس د اسټراليا لومړی وزير دی ژمنه کړې چې هغو ټولو کډوالو ته دايمي ويزې ورکوي کوم چې په موقتو ويزو اسټراليا کې ژوند کوي.
افغان کډوالو لپاره چې له کلونو راهيسې له نا معلوم راتلونکي سره ژوند کوي دا خبر له خوښۍ او هيلو ډک دی، دوی وايي له ډير انتظار وروسته خپلو هيلو ته رسيږي او له خپلو کورنيو سره يوځای کيږي.

نوي حکومت دا لا تر اوسه نده په ډاکه کړي چې کله به خپل شوې ژمنې پوره کړه.
اس بي اس پښتو له افغان کډوال شفيع الله مشفق سره مرکه کړی.
ښاغلی مشفق له تيرو لسو کلونو راهسيې په اسټراليا کې له لنډمهالې ويزې سره ژوند کوي او له خپلو بچيانو او کورنۍ لرې پاتې شوی.
نوموري خپل د ژوند په زړه پورې کيسه شريکه کړې چې تاسې يې هم سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره اوريدلی شئ.



