ناهيد حميدي: مور مې طالبانو ووژله او هغې پيښې زه يوه نړيواله سوداګره جوړه کړم

Nahid Hamidi, CEO of Shagirf LTD a gemstone processing company in Afghanistan.

Nahid Hamidi, CEO of Shagirf LTD a gemstone processing company in Afghanistan. Source: Supplied, YT

ناهيد حميدي چې د افغانستان يوه وتلې سوداګره ده دا مهال اسټراليا کې سره د اتو نورو ميرمنو د خلکو ډايلوګ په موخه يو لړ غونډو کې برخه اخلي.


اسټراليا دا مهال د نهو هغو افغانو ميرمنو کوربه دی کوم چې افغانستان کې بيلابيلو برخو کې کار کوي او د ځينو څانګو مشري په غاړه لري.

ناهيد حميدي يو له همدو نهو ميرمنو څخه ده کوم چې اسټراليا کې له چارواکو او هم بيلابيلو ټولنو سره ناستو کې برخه اخلي.

افغانستان څخه راغلې ميرمنې کنبيرا په ګډون سيدني او ملبورن کې هم يو لړ غونډو کې برخه اخلي.

Afghan Women Delegates visiting Australia.
Afghan Women Delegates visiting Australia. Source: Afghanistan Embassy Canberra

ناهيد حميدي هغه يوازينی سوداګره ده کوم چې افغانستان کې د قيمتي کاڼو پروسيس کولو کار خونه يې پرانيستې او هم افغاني قيمتي کاڼو لپاره يې نړيوال مارکيټ کې ځای موندلی.

ناهيد حميدي سره مو مرکه کړې او د اغلې لاسته راوړنو او هم ژوند ته مو کتنه کړې، بشپړه مرکه واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now