امريکا کې ميشت ځيني کډوال غواړي بيرته نارو ټاپو ته راشي

Refugees in Nauru

Refugees in Nauru Source: SBS

په 2016 کال کې د استرالیا پخواني لومړي وزیر مالکم ټرنبل د امریکا له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د کډوالو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړ ترڅو له استرالیا څخه بهر د منس او نارو ساتنځایونو کډوال په امریکا کې ځای پر ځای شي. د بیا میشتیدنې د پروګرام له مخې به د امریکا حکومت د منس او نارو ۱۲۵۰ کډوال د نوي ژوند لپاره امریکا ته بیايي خو په بدل کې به استرالیا د امریکا په خوښه یوشمیر کډوالو ته په استرالیا کې د میشتیدنې حق ورکوي. د تړون له لاسلیک څخه شاوخوا یو کال وروسته د کډوالو لومړنۍ ډله د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په میاشت کې له نارو څخه امریکا ته وليږدول شول او بيادویمه ډله کډوال د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې په امریکا کې ځای پرځای شول. راپورونه ښايي چې تر اوسه پورې شاخوا 300 پناه غوښتونکي د نارو او منس له توقیف ځایونو څخه امریکا ته تللي خو د نارو ولسمشر وايي چې په امریکا کې ځای پرځای شوي کډوال خوښ ندي او غواړي بیرته نارو ته را ستانه شي. داچې ولې ځيني کډوال له امريکا څخه د نارو ټاپو غوره ګڼي پدې اړه بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.



شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
امريکا کې ميشت ځيني کډوال غواړي بيرته نارو ټاپو ته راشي | SBS Pashto