د اسټراليايي طابعت ترلاسه کولو ازموينه ډيره سخته شوه

Australia Day Celebrations In Canberra on January 26, 2015 in Canberra, Australia. Source: Getty Images
نوې ازمونې سره هغه کسان چې غواړي د اسټراليا طابعت ترلاسه کړي هغوی بايد دا وښايي چي دوی څنګه ځان اسټراليايي ټولنې سره برابر کړی او څومره يې ټولنې ته خدمت کړی.يو کس بايد ۴ کاله د اسټراليا دايمي اوسيدونکی وي تر څو د اسټراليا طابعت ترلاسه کړي.بله مهمه خبر داچې د طابعت ترلاسه کولو لپاره د انګليسي ژبې ازموينه هم اخيستل کيږي او شرايط يې سخت کړي.لومړي وزير ياد اعلان وخت کې وويل چې دا ټول دې لپاره وړاندې شوي ترڅو د اسټراليا ارزښتونو ته لومړيتوب ورکړل شي.بله خوا د اسټراليا مهاجرت وزير هغه خبرې ردوي چې ګواکي دا قوانين داسې جوړ شوي ترڅو له مهاجرو ټولنو څخه ځانګړې ډلې په نښه کړي.د اسټراليا طابعت ترلاسه کولو ازموينه کې، کورنی تاوتريخوالی، د ښځو سنتول، او هم جبري ودونو مسلې شامله دي چې که څوک په يادو برخو کې ککړ وي د اسټراليا طابعت ورته نه ورکول کيږي.د اسټراليا مهاجرت وزير پيټر ډاټون وايي چې پدې کې يوازې د مسلمانانو ټولنه نده په نښه شوې.حقوقي چارو کارپوه ډاکټر نظير داور څخه مو ياد بدلون په اړه پوښتنې کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول
