اسټراليايي حکومت پناه غوښتونکي او کډوال يو ځل بيا خفه کړل
refugee boat 2AAP Image-Australian Defence Source: refugee boat 2AAP Image-Australian Defence
اسټراليايي حکومت د داسې يو پلان اعلان وکړ چې له مخه يې ټولو هغو پناه غوښتونکو ته اسټراليا کې د اوسيدو اجازه نه ورکوي کوم چې بيړۍ له لارې غير قانوني ډول سره اسټراليا ته راغلي، حکومت ډيره کې اعشاره هغو پناه غوښتونکو ته وه کوم چې له اسټراليا څخه باهر نورو توقيف ځايو کې اوسيږي. لدې سره به په زرګونه پناه غوښتونکي ونشي کولی چې اسټراليا ته راشي او حتی تر دې چې که دوی بيرته خپلو هيوادو ته هم ستانه شي او يا د کوم بل هيواد تابعت واخلي اسټراليا به بيا هم دوی ته اسټراليا ته راتګ اجازه ورنه کړي. د اسټراليا د حکومت يوې وزيرې دا هم ويلي چې کيدای شي اسټراليا کې دننه کوم کډوال چې بريجينګ ويزې سره اوسيږي دوی هم له ياد پلان سره آغيزمن شي، يادې موضوع په اړه مو قانون پوه ډاکټر نظير داور سره مرکه کړې چې بشپړه مرکه دلته يې اوريدلی شئ
شریکول



