Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا ته نوي راغلي افغانان کرکټ کې خپل ښه راتلونکی ګوري

Afghan Cricket Club members tours Adelaide oval

افغانستان کې وروستي سياسي کړکيچونو او د طالبانو واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان بهر ته کډه شول او ګڼ شمير يې اسټراليا ته هم راغلي. اسټراليا ته نوي راغلي ځوانان د ژوند ميشتيدنې بيلابيلو پروګرامونو کې بوخت دي ولې يو له مهمو پروګرامونو څخه يې ورزش کول او يا کرکټ لوبو ته مخه کول دي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


افغانستان کې وروستي سياسي کړکيچونو او د طالبانو واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان بهر ته کډه شول او ګڼ شمير يې اسټراليا ته هم راغلي. اسټراليا ته نوي راغلي ځوانان د ژوند ميشتيدنې بيلابيلو پروګرامونو کې بوخت دي ولې يو له مهمو پروګرامونو څخه يې ورزش کول او يا کرکټ لوبو ته مخه کول دي.


د روان کال اګست مياشت کې د طالبانو واک ته رسيدو وروسته نږدې ۵۰۰۰ زره افغانان اسټراليا ته راوستل شوي.

اسټراليا ته راوستل شوي افغانان لنډمهالو ويزو باندې ژوند کوي او يوې پروسې طی مراحل وروسته دا ويزې په دايمي ويزو بدليږي.

نوو راغلو کسانو څخه يو ځوان عبدالرشيد عمري دی چې د روان کال اګست مياشت کې اسټراليا ته راغلی او وايي خپل د خوښې هيواد ته راغلی.

اسټراليا ته رسيدو سره ښاغلي عمري خپل ميشتيدنې يوه برخه د کرکټ لوبې ترسره کول دي او همدا وجه وه چې نوموړی سيدني ښار ته رسيدو سره يوازې کرکټ لوبو ترسره کولو لپاره اډيليډ ښار ته کډه شو.

ښاغلی عمری اډيليډ ښار کې له افغان کرکټ کلب سره لوبې کوي.

Mohammad Rashid Omari
Source: Supplied

افغان کرکټ کلب له تيرو څلورو کلونو راهيسې اډيليډ ښار کې فعاليت کوي او د ځوانانو راټولو او هغوی ته کرکټ لوبو کولو زمينه برابروي.

اسټراليا کې نوو راغلو کډوالو لپاره د انګليسي ژبې زده کړې فرصت ترڅنګ د ميشتيدنې نورې مرستې هم ترسره کيږي.

د اسټراليا ژوند او فرصتونو ليدو تجربه له ښاغلي عمري څخه واورئ.

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now