Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اس بي اس پښتو: د نن ورځې مهم خبرونه

sbs

د اکتوبر د مياشتې ۳ نېټه؛ د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

وړاندې کوونکی Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د اکتوبر د مياشتې ۳ نېټه؛ د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ.


د نن ورځې مهم خبرونه:

  • په وېکټوریا ایالت کې ۸ نوي کسان په کرونا وېروس اخته شوي او ۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
  •  د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس هېڅ داسې پېښه نده ثبت شوې چې وښيي د کرونا وېروس له یو کس څخه بل ته انتقال شوی
  • د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد یو ځل بیا قطر هېواد ته تللی
  • د کوینزلنډ ایالت مسئولین په پام کې لري ترڅو د نومبر د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه خپلې پولې د نیو ساوت وېلز ایالت د اوسېدونکو پرمخ پرانیزي.د آسټرالیا ، افغانستان او نړۍ د مهمو پېښو په اړه لا ډېر خبرونه زمونږ په خبري ټولګه کې اوریدلی شئ

د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، یو نیم متر فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو فکر کوئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

اسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now