د سپټمبر د مياشتې ۱۵ نېټه، د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ.
د نن ورځې مهم خبرونه:
- په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۴۲ نوې پېښې ثبت شوي او هېڅ کس د یاد ویروس له امله خپل ژوند ندی له لاسه ورکړی.
- د سویلي آسټرالیا ایالت مسولین غواړي ترڅو د نیو ساوت ویلز او د آسټرالیا د مرکزي سیمې د اوسیدونکو لپاره په محدودیتونو کې نرمښت راولي.
- په یونان کې د کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ کسان ژغورل شوي دي.
- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له قطر وروسته، پاکستان ته سفر ترسره کړی.
شریکول




