د سپټمبر د مياشتې ۲۹ نېټه، د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ.
د نن ورځې مهم خبرونه:
- په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۰ نوې پېښې ثبت شوي او ۷ نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
- په نړۍ کې د کرونا وېروس د قربانیانو شمېر له یو میلیون کسانو څخه زیات شو.
- د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله د سولې خبرو په تړاو د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته سفر ترسره کړی.
- په بریټانیا کې د کرونا وېروس د پېښو له زیاتوالي سره نوي محدودیتونه وضع شوي.
READ MORE
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، یو نیم متر فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو فکر کوئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus




