پاکستان کې پښتانه خبريالان وايي، د قبايلو سيمو رپوټونو ترلاسه کولو لپاره له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
د پاکستان قبايلو سيمو کې پوځي عملياتو که څه هم لنډې مودې لپاره امن راوستی ولې د يادو سيمو خبريالان اوس له نوو ګواښونو سره مخ دي او د هدفي بريدونو او نورو ګواښونو خبرې کوي.
د پاکستان قبايلو سيمو کې د انټرنيټ نه شتون د خلکو پر وړاندې يو ستر ظلم ګڼل کيږي ځکه عام خلک په پراخه کچه معلوماتو ته لاسرسۍ نه لري او بله خوا خبريالان هم نشي کولی له لرې پرتو سيمو څخه د خلکو غږ ترلاسه او خپور کړي.
پيښور کې ميشت خبريالان وايي، قبايلو سيمو ته تګ يوه ستونزه ده او بيا له هغه ځايه رپوټ ترلاسه کول او بيا د هغه رپوټ خپرولو مخې ته د چارواکو خنډونه هر څه له ستونزو سره مخ کړي.
دا مهال قبايلو سيمو خبريالان له نا امني او هدفي وژنې څخه ويره لري او ددوی په وينا په تيرو دوو کلونو کې د سيمې حالت ډير خراب شوی.

عمر دراز وزير د شمالي وزيرستان د خبريالانو ټولنې مشر دی او وايي، له دوو کلونو راهيسې قبايلي سيمې نارامه شوي او خبريالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ښاغلی وايي، د عامو خلکو پر پرتله خبريالان له ډير خطر سره مخ دي.
قبايلو سيمو کې د ادارو لخوا محدوديت او د انټرنيټ نه شتون د خبريالانو کار ګران کړی او خلک خپلې ستونزې په اسانۍ نشي شريکولی.
د قبايلو سيمو خبريالان وايي، يو خبريال لپاره له انټرنيټ پرته کار کول امکان نه لري ځکه نه انټرنيټ شته او نه هم د خلکو سيمو ته سفر کيدلی شي.
فرزانه علي د يو شخصي ټلويزيون مشره ده وايي، پوځي عملياتو وروسته د بيا رغونې چارې پيل شوي ولې ډيرې ستونزې بيا پر خپل ځای دي.
تاسو ته مو د قبايلو سيمو ستونزې د خبريالانو له خولې راخيستي چې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.




