دره ادم خيل چې د وسلو جوړولو او کاروبار مرکز وه، پدې وروستيو کې د وسلو مارکيټ نه شتون له کبله د وسلو جوړونکو نورو کاروبارو ته مخه کړې. ولس خان چې د وسلو جوړولو کاروبار يې کاوه اوس وايي چې د وسلو پر ځای رباب جوړوي او لدې څخه ښې پيسې لاسته راوړي. داچې ولې يادې سيمې کې اوس خلک وسلو جوړولو پر ځای نورو کارونو ته مخه کوي، زمونږ همکار اسلام ګل افريدی سيمې ته ورغلی او يو رپوټ يې چمتو کړی، دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول






