اسټراليا کې د لوړو زده کړو فيس ډيريدو د زده کوونکو غوصه راپارولې

GettyImages-PeopleImages

GettyImages-PeopleImages Source: GettyImages-PeopleImages

اسټراليا کې پوهنتونونه او هم د پوهنتونو زده کوونکي د حکومت نوي پلان څخه نا خوښ او نا هيلي ښکاري. د زده کوونکو او پوهنتونو انديښنې بيلابيلو برخو په اړه دي... ولې ډير پوهنتونونه دا وايي چې که حکومت ورته ورکړل شوې مرسته لږه کړي نو دا به نه يوازې اسټراليايي زده کوونکو باندې بدې اغيزې وشيندي بلکې بهرنيو زده کوونکو راتګ به هم اغيزمن کړي.هغه زده کوونکي کوم چې له حکومت څخه زده کړې لپاره پور اخيستی مخکې به چې کله دوی له پوهنتون څخه فارغ کيدل او کار به يې ترلاسه کاوه او که د کال ۵۶ زره ډالر عايد يي ترلاسه کاوه نو حکومت ته به يې اخيستل شوی پور ورکول پيلول ولې اوس دا رقم له ۵۶،۰۰۰ څخه ۴۲،۰۰۰ ته راټيټ شو يعنی که زده کوونکی له فارغ کيدو وروسته په کال کې ۴۲،۰۰۰ عايد ولري نو هغه به د حکومت پور ورکوي..که يو زده کوونکی ۴ کلن ليسانس زده کړه کوي نو ټوله کې د هغه فيس کې ۳،۶۰۰ ډالر ډيرولی راغلی او هم اسټراليايي حکومت پوهنتونو ته خپله مرسته تر ۳ ميلياردو ډالرو کموي. د اسټراليا حکومت لخوا د پوهنتون زده کوونکو فيس ډير والی او هم پوهنتونو ته حکومتي مرستې کمولو مسلې ته مو کتنه کړې او تاسو ته مو بشپړ رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now