Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پاکستاني او افغان چارواکو په ګډه د پوليو ختمولو او تجارت ته ودې ډاډ ورکړ

Afghan kid get Polio drop

له ډير مودې وروسته د تورخم دواړو لورو ته چارواکو ګډه ناسته وکړه او پوليو ختمولو او هم تجارت ته ودې پر سر يې ګټورې خبرې وکړې.


خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


له ډير مودې وروسته د تورخم دواړو لورو ته چارواکو ګډه ناسته وکړه او پوليو ختمولو او هم تجارت ته ودې پر سر يې ګټورې خبرې وکړې.


پداسې حال کې چې د نړۍ ډير هيوادونه له پوليو ناروغۍ څخه پاک شوې ولې پاکستان او افغانستان کې اوس هم ډير شمير ماشومان پر يادې ناروغۍ اخته کيږي.

د شميرو له مخه په دواړه پاکستان او افغانستان کې پښتانه ميشتو سيمو د پوليو ډيرې پيښې ثبت کيږي او ددې ستره وجه يادو سيمو کې نا امني او هم ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين نه رسيدل دي.

د خيبر پښتونخوا او جلال آباد واليانو په يوه ګډه ناسته کې له يادې پديدې څخه پر وتلو هوکړه وکړه او دا يې هم وويل، چې د دواړو هيوادونو روغتيا او هم ناروغي سره شريکه ده.

دواړو هيوادو چارواکو د دوه اړخيز تجارت او هم افغان وګړو ته ويزو ورکړې پر موضوع هم خبرې وکړې او د پاکستان له لورې دواړو برخو اسانتياوو ژمنه وشوه.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي په يادې ګډې ناستې کې ګډون کړی او د چارواکو غږونه يې راخيستي چې دا ټول دلته اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now