د پاکستان او افغانستان ترميځ سوداګريزې ستونزې لا هم پر خپل ځای دي او دواړه لورې هڅه کوي ترڅو خنډونه لرې او مال وړونکو لاريو ته د تګ راتګ لار هواره کړي.
افغانستان يو وخت له پاکستان سره ډيرې نږدي سوداګريزې اړيکې درلودې او افغانستان کې کاريدونکي نږدې ټول توکې له پاکستان څخه راوړل کيدل.
تيرو وختونو کې د فرضې پولې دواړو خواوو ته پراته ولسونو د افغانستان او پاکستان ترمينځ سوداګريزې راکړې ورکړې څخه ګټه پورته کوله او زرګونه خلک په کار ګومارل شوي ول.
د پاکستان او افغانستان ترمينځ سياسي کړکيچ د دواړو هيوادونو پر سوداګريزې راکړې ورکړې منفي اغيز وشينده او کلونو لپاره دا اړيکې کم رنګه وې.
د پاکستان او افغانستان چارواکي اوس هڅه کوي ترڅو دا خړ پړې شوې اړيکې بيرته سمې او د دواړو هيوادونو ترمينځ سوداګريزه راکړې ورکړې ته وده ورکړي.
ويل کيږي تورخم د دواړو هيوادونو سوداګريزې ۸۰ سلنه راکړې ورکړې له ستر فشار سره مخ دی، له همدې وجې چارواکي غواړي ترڅو د دواړو هيوادونو سوداګريزې راکړې ورکړې تورخم ترڅنګ له نورو ترانزيتي ښارونو هم ترسره شي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي بشپړ رپوت لري چې دلته يې اوريدلی شئ.




