افغان سوداګرو د ستونزو حل لپاره پاکستان ته سفر کړی

Torkham

Torkham Source: Islam Gul Afridi

د امريکا لخوا پر افغانستان سوداګرۍ او مرکزي بانک بنديز له امله افغانستان له سوداګرۍ اړخه ګڼو ستونزو سره مخ دی. بله خوا پر پاکستان مرکزي بانک هم بنديزونه لګيدلي چې افغان سوداګر ورسره راکړه ورکړه نشي کولی.


افغان سوداګر پاکستان ته پدې موخه سفر کړی چې شته ستونزې حل او د دواړو خواوو بار وړونکي موټر ازاده سفر وکړي.

افغان سوداګرو استازو مشري خان جان الکوزی کوي او وايي خبرو له لارې ډير پرمختګ شوی.

د دواړو هيوادونو پر مرکزي بانکونو بنديزونه شتون لري او همدا وجه ده چې د پيسو راکړه ورکړه هم له ستونزو سره مخ ده.

بله خوا افغانستان له لورې د مال بدل کې مال راکړې ورکړې وړاندېز ته پاکستاني سوداګر خوښ نه بريښي.

د سوداګرو ناسته کې د افغانستان او پاکستان کې د بار وړونکو موټرو ازاد تګ راتګ وړانديز وشو، او بله خوا له پاکستاني چارواکو څخه وغوښتل شول چې د افغانستان تازه ميوې او ترکاري پر وړاندې پاکستان له لوري ترانزيتي لارې ونه تړل شي شي.

لا ډير نور جزيات د دواړو پاکستان او افغانستان سوداګرو له خولې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now