د پاکستان د طالبانو پخواني وياند يو ځل بيا د خبرونو سر ټکي داسې مهال جوړ کړل چې نوموړي پر ټويټر ملالې يوسفزی او د هغه پلار ته د مرګ ګواښونه وکړل.
ملالې پر ټويټر د نوموړي ګواښ په ځواب کې له پاکستان پوځ څخه د هغه تښتيدلو سپيناوي غوښتنه کړې وه.
پاکستاني پوځ د 2017م کال په اپرېل کې منلې وه چې احسان الله احسان دوی ته تسلیم شوی او د دوی په ولکه کې دی، خو د تېر 2020م کال په جنورۍ کې هغه په یوه ویډیو کې ویلي وو چې د پوځ له قیده تښتېدلی دی.
د پاکستان پوځ دا خبر مخکې رد کړی وه ولې اوس دا مني چې احسان الله احسان له زندان څخه پر تيښتې بريالی شوی.
نور جزيات زمونږ همکار اسلام ګل افريدي په رپوټ کې واورئ.