پاکستان کې د يو نوې ادارې جوړولو هڅې روانې دي ترڅو د رسنيو کړنو څارنه وکړي

Pakistani private media channels film a press conference in Islamabad

Pakistani private media channels film a press conference in Islamabad, Pakistan. (Photo by Warrick Page/Getty Images) Source: Getty Images AsiaPac

د پاکستان حکومت د خبريالانو او رسنيو پر سر لا ډير فشار راوړلو قانون جوړولو هڅه کوي.


پاکستان کې د رسنيو کړنو څارنې په موخه حکومت يوې نوې اداري جوړولو هڅي کوي.

د حکومت ياد ګام پر خلاف اسلام اباد کې د خبريالانو مظاهرې کړې.

د حکومت ياد وړانديز خلاف د پاکستان حکومت مخالف ګوندونو هم انديښنې شريکې کړي.

د يو شخصي ټلويزيون مشر خبريال او د پښتنو خبريالانو ټولنې غړي ګوهر مسعود وايي، خبريالان او نور د حکومت ياد وړانديز شوي قانون او ادارې جوړولو خلاف مظاهرې کوي او پر حکومت غږ کوي ترڅو دې لدې کار څخه لاس واخلي او د ياد قانون بدليدو وړانديز هم کيږي.

ويل کيږي چې په نوي قانون کې يوه ماده دا هم ده چې د خبريالانو رپوټونو ارزونې لپاره به يوه کميټه جوړيږي او هغه به پريکړه کوي چې ايا يو خبر سم دی او که نه.

د نوي قانون او ادارې جوړيدو وروسته که چيرې د يو خبريال خبر د يادې جوړې شوې کميټې لخوا ناسم وګرځول شي نو خبريال به له درنې جريمې او درې کلونو زندان سره مخ شي.

ښاغلی ګوهر وايي، د پاکستان واکمن ګوند قدرت ته رسيدو سره پر خبريالانو او خبري شبکو فشارونه ډير کري او ځينو فشارونو له مخه زرګونه خبريالان او رسنۍ شبکې وتړل شوې.

تاسو ته يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now

پاکستان کې د يو نوې ادارې جوړولو هڅې روانې دي ترڅو د رسنيو کړنو څارنه وکړي | SBS Pashto