ولې د پاکستان حکومت قبايلو کې انټرنټ بند کړی؟

Tribal area in Pakistan.

Source: Alamgirkhan909. Wikimedia

دا مهال پاکستان کې د پوهنتون زده کړې انټرنيټ له لارې ترسره کيږي ولې هغه قبايلي زده کوونکي کوم چې کرونا ويروس له امله خپلو کورونو کې ايسار دي نشي کولی ترڅو انلاين له لارې زده کړې وکړي.


پاکستان کې حکومت نږدې ټول بنديزونه لرې کړي او خلک يې نورماله ژوند کولو ته رابللي ولې داسې برخې لکه، هوټلونه، لويې غوندې او هم د زده کړې څانګې لا تر اوسه ندي پرانيستل شوي او حکومت پلان لري چې د اګيسټ مياشت تر نيمايي پورې دا برخې هم پرانيزي.

د قبايلو زرګونه زده کوونکي چې ښونځيو او پوهنتونو کې زده کړې کوي د پاکستان نورو ښارونو او سيمو پر پرتله له جلا ستونزې سره مخ دي او دا ستونزه دقبايلو کې د انټرنيټ نشتوالی دی.

د پاکستان امنيتي ادارو قبايلو سيمو کې انټرنيټ تړلی او وجه يې يادو سيمو کې نا امنې په ګوته کوي، ولې بله خوا قبايلو اوسيدونکي وايي، دوی ډير ځپل شوي او کيدای شي حکومت ويره لري ترڅو د قبايلو حقيقي انځور نورې نړۍ ته خپور نه کړي.

بله خوا قبايلو کې کرونا ويروس په اړه پيغامونه هم يوازې راډيو له لارې خلکو ته ورکول کيږي او قبايلي اوسيدونکي نشي کولی ترڅو انټرنيټ له لارې معلوماتو ته لاسرسی ولري.

پارلمان کې د قبايلو استازی اقبال افريدي وايي، اوسمهال امنيتي ستونزو له امله شونې نده چې قبايلو سيمو کې انټرنيټ فعال شي.

يو قبايلي زده کوونکي د انټرنيټ نشتوالي مسله يې د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې کړه او محکمې پر چارواکو غږ وکړ ترڅو دې دا مسلي جدي وڅيړي ولې د محکمې غوښتنې ځواب کې د پاکستان پوځ ويلي، دا مهال قبايلو سيمو ته امنيتي مسايلو له امله انټرنيټ نشي ورکولی.

زما همکار اسلام ګل افريدي له قبايلي زده کوونکو سره خبرې کړي او د هغوی غږونه يې راخيستي چې تاسې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service