پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ښوونځيو نصاب اردو او انګليسي ژبو ته اړولی

Afghan refugee children are studying in Pakistan

Afghan refugee children are studying in Pakistan Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

.پاکستاني حکومت په يو بې ساري ګام پاکستان کې د افغان ښوونځيو نصاب له دري او پښتو ژبو څخه اردو او انګليسي ژبې ته اړولی


پاکستان کې ميشت کډوال وايي چې لدې پريکړې سره دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د پاکستان حکومت د يادې پريکړې مخالفت کوي.

له څلورو مياشتو راهيسې پاکستان کې شته افغان ښوونځيو کې په دري او پښتو ژبه زده کړې بندې شوي او افغان ښوونځيو ته ويل شوي چې لدې وروسته به زده کړې په اردو او انګليسي ژبه ورکوي.

د افغان ښوونځيو استادان وايي چې د پاکستاني حکومت لدې ګام سره دوی ګڼو ستونزو سره مخ شوي او زده کوونکي نشي کولی ترڅو خپلې نيمايي زده کړې اوس په بله ژبه وکړي او دا کار به هغو زده کوونکو ته هم ډيرې ستونزې جوړې کړي کوم چې افغانستان ته ستنيږي او غواړي خپل هيواد کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدی يادې موضوع په اړه رپوټ چمتو کړی او د افغان کډوالو انديښنې يې راخيستي.

بشپړ رپوټ دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now