پاکستان د کرونا ويروس له خطرناکې څپې سره مخ دی

covid cases pakistan on the rise

A private security guard (R) checks the body temperature of a man before entering a bank in Islamabad. Source: AAMIR QURESHI/AFP via Getty Images

د پاکستان روغتيا چارواکي وايي، ياد هيواد د کرونا ويروس لومړی څپې څخه معجزې سره تير شوی ولې دويمې څپې پايلې کيدای شي لا ډيرې بدې وي.


پاکستان کې د کرونا ويروس پيښې يو ځل بيا په ډيريدو دي او حکومت ځيني نوي محدوديتونه ولګول.

پاکستان کې تر اوسه ۳۹۲،۳۵۵ کسان په کرونا ويروس اخته شوي او له يادو کسانو ۷۹۴۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د پاکستان حکومت د ټولو هغو ځايونو تړلو اعلان وکړ په کوم کې چې خلک په ډير شمير راټوليږي، يعنې زيارتونه، سينماوې او داسې نور.

حکومت کار ځايونو کې د ۵۰ سلنې کار کوونکو کمولو اعلان هم وکړ او ترڅنګ يې د ټولو ښوونځيو تړلو اعلان وشو.

ولې د يادو پريکړو خلاف د شخصي ښوونځيو مسولين وايي، دوی به د حکومت دا غوښتنه عملي نه کړي.

د شخصي ښوونځيو مالکان وايي، د کرونا ويروس لومړی څپې دوران کې حکومت لدوی سره د مرستې ژمنې وکړې ولې دا ژمنې يې هيڅکله هم پوره نه کړې.

خيبر پښتونخوا کې د ښوونځيو مسولين وايي، ددوی زده کوونکي د انټرنيټ او نورو استانياوو نه شتون له امله ډير اغيزمن شوي او يادې برخې ته حکومت هيڅ پام ندی کړی.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له ځينو شخصي ښوونځيو مشرانو سره خبرې کړي چې دا ټول دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now