آيا له افغانستان څخه پاکستان ته تلونکو پاکستانيانو لپاره اړين تدابير نيول شوي؟

Pakistani tribesmen cross the Bab-e-Khyb

Pakistani tribesmen cross the Bab-e-Khyber in the relaxation of curfew during the ongoing military operation against the militants, near Jamrud. Source: AFP

دا مهال افغانستان کې زرګونه پاکستانيان ايسار پاتي کوم چې د تورخم او سپين بولدک لارو تړلو له وجې پاکستان ته نشي تللی، ولې نږدې راتلونکي کې به پاکستانيانو ته داخليدو اجازه ورکړل شي.


دا مهال پاکستان کې چارواکي غونډې کوي ترڅو هغو زرګونو پاکستانيانو ته د کرونا ويروس معاينې او هم نور اړين تدابير ونيسي کوم چې له افغانستان څخه پاکستان ته راځي.

د لارو تړلو له وجې زرګونه پاکستانيان افغانستان کې ايسار پاتي.

خيبر پښتونخوا کې چارواکي وايي، له حکومت او نورو موسسو يې د مرستې غوښتنه کړې چې تر اوسه کافي اندازه توکي او نورې اسانتياوې نه لري.

چارواکي وايي، مخکې لدې چې زرګونه پاکستانيان له افغانستان څخه راتګ پيل کړي دوی بايد اړين معاينې او ژغورنې توکي په واک کې ولري، ولې د چارواکو په وينا مرکزي حکومت ورسره اړينه مرسته نه کوي.

د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي، د زرګونو پاکستانيانو راوښتلو وخت کې بيا دا مرستې ځای نه نيسي  او پکار ده چې دا اړين توکي له وخت څخه مخکې ددوی لاس کې ورکړل شي.

Pakistai authorities meeting on returnees
Source: SBS Pashto

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له چارواکو سره خبرې کړي چې تاسې د هغوی وړاندوينې ، غوښتنې او ستونزې پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now