د روژې له پیل سره سم په پاکستان کې د بازارونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او ورسره د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو شکایتونه هم ډېر شوي دي. پېرېدونکي وايي، که څه هم د ځینو سبزیو بیې نسبتاً راکمې شوې، خو د تازه مېوو نرخونه لوړ شوي دي. د اوړو بیې هم لا پسې پورته تللې دي؛ یو لامل یې د سیاسي حالاتو له کبله د پنجاب او خیبر پښتونخوا ترمنځ د لارو لنډمهاله بندېدل یادېږي، او ځینې سوداګر د افغانستان سره د سوداګرۍ خنډونه هم د نرخونو د بدلون عامل بولي. نور مالومات په راپور کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول






