پاکستان کې د شخصي ښوونځيو ګډه ټولنه د ښوونځيو بشپړ پرانيستل غواړي.
د پاکستان پښتنو ميشتو سيمو د ښوونځيو استازي وايي، د ښوونځيو تړلو سره د پښتنو ماشومانو زده کړې بهير په ټپه ولاړ دی.
پاکستان کې زده کوونکو ته انلاين له لارې زده کړه ورکول کيږي ولې بيا پښتنو ميشتو سيمو کې زده کوونکي انټرنيټ ته لاسرسی نه لري او همدا وجه ده چې زده کوونکي د نورو ښارونو پر پرتله ډير شاته پاتې کيږي او يا يې يو درسي کال ضايع کيږي.
د شخصي ښوونځيو استازي وايي، زرګونه ښوونکي هم وزګار دي او حکومت ورسره هيڅ مالي مرسته نه کوي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پدې موضوع رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.





