کرونا وبا له امله افغانستان ته له پاکستان څخه راغلو افغان زده کوونکو باندې لار تړل کيدو وروسته دوی نشو کولی پاکستان کې خپل درسي بورسونو ته بيرته وګرځي. د پاکستان او افغان حکومتونو هلو ځلو وروسته افغان زده کوونکي بيرته په پاکستان کې خپل زده کړې پيلوي.
پاکستان کې افغان زده کوونکي چې زده کړو بورسونو باندې ياد هيواد ته تللي ول او بيا کرونا وبا پيل وروسته افغانستان ته بيرته راتګ وروسته بند پاتې ول له ډير انتظار وروسته اوس د هغوی بيرته پاکستان ته تګ پيل شوی او لسګونه کسان تورخم له لارې پاکستان ته تللي.
ويل کيږي راتلونکو څو ورځو کې به تر ۸۰۰ افغان زده کوونکي تورخم له لارې پاکستان ته داخل شي او د کرونا ويروس معاينې او ۱۰ ورځو قرنطين وروسته به دوی پاکستان کې خپل زده کړو ته ادامه ورکړي.
له دير انتظار وروسته پاکستان ته تللي افغان زده کوونکي د پاکستاني چارواکو له همکاری رضايت ښايي.
اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال د تورخم او لواړګي سيمې روغتيا برخې مشر ډاکټر نيک داد افريدي وويل، له افغان زده کوونکو سره پښتونولی او اسلاميت له مخه ښه چلند کيږي او هغوی ته ټولې اسانتياوې برابرې شوي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له پيښور څخه چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.






