پاکستان پوځ علي وزير نيولی، د پښتون ژغورنې غورځنګ يې پر خلاف د مظاهرو اعلان وکړ

Ali Wazir, PTM

Ali Wazir, PTM Source: YouTube

د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمير مخکښو غړو د علي وزير او ځينو نورو غړو نيول کيدو خبر ورکړی. دا نيونه پداسې حال کې کيږي چې له مودې راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ خپلو نيول شوو غړو خوشې کولو لپاره پرلت پيل کړی دی.


د پاکستان د ملي اسمبلۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير يو ځل بيا د امنيتي کسانو لخوا نيول شوی.

د ياد غورځنګ ګڼو غړو د علي وزير نيول کيدو خبر پر ټولنيزو رسنيو خپور کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پوځ ياد اقدام په ځواب کې د پاکستان بيلابيلو ښارونو کې د مظاهرو اعلان وکړ.

پر علي وزير يو ځل بيا تور پورې شوی چې امنيتي ادارو خلاف يې کرکه خپروله، نوموړی شمالي وزيرستان کې اسلام آباد ته پر لار ونيول شو.

علي وزير، منظور پښتين، حاجي صمد، حصرت نعيم او عالمزيب مسيد هم د پاکستان پلټنې ادارې لخوا ورته تورونو لپاره بلل شوي.

منظور پښتين مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، يادې ادارې لخوا دوی پلټنې لپاره وربلل ناسم کار دی ځکه ددوی مبارزه سوله ييزه.

د پاکستان قومي اسمبلۍ ځينو غړو په پرون ناسته کې د علي وزير يادې اسمبلۍ ته راغوښتلو غوښتنه وکړه.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پښتون ژغورنې غورځنګ غړو پر وړاندې وروستيو ننګونو ته کتنه کړې، لا ډير په بشپړ رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now