پاکستاني سوداګر وايي، طالبانو واکمنۍ وروسته سوداګري ښه کيږي

Lorries parked in Torkham.

Lorries parked in Torkham. Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

طالبانو واکمنۍ وروسته پاکستان لور ته سوداګر وايي، سره لدې چې دا مهال سوداګرو ترمينځ ستونزې ډيرې دي ولې راتلونکی ښه ګوري.


تورخم بل لور ته پاکستاني سوداګر طالبانو راتګ سره د پاکستان او افغانستان ترمينځ سوداګرۍ راکړې ورکړې برخه کې خوښ بريښي.

پاکستاني سوداګر وايي، د طالبانو واکمنۍ سره سم افغان سوداګرو خپل مالونه افغانستان ته ليږدولي ولې دا مهال تورخم کرښې ترڅيرمه شاوخوا ۱۲۰۰ لارۍ ولاړې دي او لا پاکستان ته نه پريښودل کيږي.

د پاکستاني سوداګرو په خبر، کراچۍ کې د افغان سوداګرو مالونه پراته دي او لارۍ نشته چې دا مالونه افغانستان ته وليږدوي.

دوی وايي، له ځينو سوداګرو يې اوريدلي چې طالبانو واکمنۍ وروسته د رشوت له مينځه تللو سره سوداګر خوښ بريښي.

د پاکستاني سوداګرو په وينا، پاکستان حکومت بايد سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې حل ترڅو ايران او ترکيه تړڅنګ پاکستان او افغانستان سوداګري ډيره کړي.

اس بي اس پښتو سره خبرو پر مهال پاکستاني سوداګر وايي، د افغانستان پخواني حکومت دوران کې د دواړو هيوادونو ترمينځ سياسي کړکيچ پر سوداګرۍ منفي اغيزې شيندلې وې.

نور په رپوټ کې واورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now