د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرېکټ بورډ د سویلې افریقا کوربتوب کوي.
افغان کرېکټ ملي لوبډله تر دې وړاندې دوه ځلې له سویلي افریقا لوبډلې سره په یو ورځنیو سیالیو کې مخ شوې، چې لومړۍ ځل په ۲۰۱۹ کال کې او دویم ځل د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې وه چې دواړه لوبې سویلي افریقا ګټلې وې.
د افغانستان کرېکټ بورډ له سویلي افریقا سره د دغې لوبلړۍ لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله غوره کړې چې یو شمېر نوي ځوانان هم په کې شامل دي.
د لوبډلمشر حشمت الله شاهدي ترڅنګ، رحمت شاه، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي،عظمت الله عمرزي، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټي، الله محمد غضنفر، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدران او فرید احمد هغه لوبغاړي دي چې ددغې لوبلړۍ لپاره غوره شوې دي.
له دې سره جوخت د افغانستان کرېکټ بورډ له سویلي افریقا سره د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دغه سیالۍ مهمې یادوي او وايي، هڅه کوي چې افغان لوبډلې ته د ټولو بشپړه غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې دا ډول دوه اړخیزې سیالۍ برابرې کړي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې تمه وښوده چې افغان لوبډله به ښې لوبې وکړي او سویلي افریقا ته به یاده لوبلړۍ کې ماتې ورکړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.



