په آسټرالیا کې مېشت یو شمېر افغانان د دغه هېواد د کرېکټ بورډ وروستۍ پریکړې خواشینې کړي دي

111111.jpg

Credit: Supplied / Facebook

د آسټرالیا کرېکټ بورډ تېره ورځ له افغانستان سره د ۲۰ اوریزو لوبو سیریز و ځنډاوه. د آسټرالیا د کرېکټ بورډ په اعلامیې کې راغلي چې"په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت مخ په خرابېدو دی".


د آسټرالیا کرکټ بورډ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت له امله افغان ملي لوبډلې سره ۲۰ اوریزې لوبې ځنډولي دي.

ټاکل شوې وه ترڅو د روان کال په آګسټ میاشت کې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې درې ۲۰ اوریزې لوبې ترسره شي.د ۲۰۲۱ کال له آګسټ میاشتې راهیسې دا دریم ځل چې د آسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره لوبې نه کوي.

د جمهوریت له سقوط وروسته آسټرالیا له افغانستان سره یواځینۍ ټېسټ لوبه لغوه کړه چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.له هغې وروسته، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې آسټرالیا له افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې. خو اوس یې له افغانستان سره د ۲۰ اوریزو لوبو سیریز ځنډولی دی.

د همدغې موضوع په اړه یو شمېر افغانانو له اس بي اس سره خپل نظرونه شریک کړي چې په رپوټ کې یې اورېدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now