ایا افغان لوبډله د روان شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته لار موندلی شي؟

Afghanistan cricket team.png

Credit: Afghanistan Cricket Board

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته ویلي، دوی هیله مند دي چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به راتلونکي پړاو ته تر لارې موندلو وروسته نېمه پایلوبې او پایلوبې ته هم لاره پېدا کړي.


د کرېکټ په راون نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان پرلاپسې بریاوو دا هېله را ټوکولې چې افغان لوبډله به وکولي شي د دغه جام په سیالیو کې تر منځلوبو او ان تر پایلوبې ځان ورسوي.

د کرېکت یو شمېر مینوال وايي، افغان لوبډلې نیوزلینډ ته په ماتې ورکولو سره دا وښوده چې د هر ډول سیالیو د بریا وړتیاوې لري.

د کرېکټ دغه شمېر مینوال د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وروستۍ لوبې ستایي او وايي، د افغان لوبډلې د مخته تګ هېله لري.

ورته وخت کې د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغانستان په شل اوریز فارمټ کې د ښه ریکارډ ترڅنګ پیاوړې لوبډله لري او دا وړتیا لري چې د نیوزلینډ په څېر سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته وویل، دوی هېله مند دي چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به اتو غوره لوبډلو ته تر لارې موندلو وروسته نېمه پایلوبې او اند پایلوبې ته لاره پېدا کړي.

تاسو کولای شئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now