د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله من وزیر څوک و؟

102930834_1676031122562712_5355640078967590722_n.jpg

Credit: Facebook / Gilaman Wazir

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله من وزیر تېره ورځ په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو. اس بي اس پښتو د هغه له یوه کلیوال او ملګري سره د هغه د ژوند په اړه خبرې کړي دي.


ګیله من وزیر د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې د اسدخېلو د کلي اوسېدونکو وو. سره لدې چې خلک هغه د ګیله من وزیر په نوم پېژني، د هغه اصلي نوم حضرت نعیم و.

د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې پر ګیله من وزیر د څو تنو نا معلومو کسانو لخوا برید ترسره شو. له برید وروسته هغه د اسلام اباد په پېمز روغتون کې بستر وو، مګر وړمه ورځ یې مړینه تائید شوه.

ګیله من وزیر تېره ورځ په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.
سره لدې چې پر ګیله من وزیر برید شپږ ورځې وړاندې ترسره شوی، پولیسو تر دې دمه د دغې پېښې په تړاو څوک ندي نیولي.

پولیسو ویلي چې د تورنو کسانو لټون دوام لري.

دا چې ګیله من وزیر (حضرت نعیم) څوک و؟ په دې اړه مهم معلومات د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې اورېدلی شئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله من وزیر څوک و؟ | SBS Pashto