اسټراليا کې د پښتو ژبې او کلتور زده کړې ښوونځي زده کوونکي نه لري

One new community COVID-19 case recorded in NSW as authorities hunt mystery source of infection

One new community COVID-19 case recorded in NSW as authorities hunt mystery source of infection. Source: AAP Image/Dean Lewins

آيا بهرنيو هيوادو کې د پښتو ژبې زده کړې لپاره خپل ماشومان جوړو شوو ښوونځيو ته وړئ؟


د فبرورۍ د مياشتې پر ۲۱ نيټه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ پداسې حال کې لمانځل کيږي چې لا اوس هم پښتو ژبې ته ډير ګواښونه پر خپل ځای دي او پر وړاندې يې عملي ګامونه ندي پورته شوي.

د مورنۍ ژبې ساتلو لپاره د اسټراليا په ګډون د نړۍ يو شمير حکومتونه ځانګړی پام کوي او له ټولنو سره مرستې کوي ترڅو دوی خپلو ماشومانو ته د ژبې زده کړې پروګرامونه پر مخ واچوي.

د اټکل له مخه اسټراليا کې شاوخوا ۱۵،۰۰۰ پښتانه ژوند کوي ولې ډيره کې دوی خپل ماشومان د مورنۍ ژبې او کلتور زده کړې ته نه هڅوي او همدا ده چې شته د پښتو ژبې ټولګي تش دي.

دا مسله مو د اسټراليا تر ټولو لوی ښار سيدني کې د پښتو ژبې له استادې عادله راصد ذکي سره مطرح کړې او د اغلې نظر مو راخيستی.

د پښتو ژبې استاده عادله وايي، سره لدې چې ياد ښار کې زرګونه پښتانه اوسيږي ولې په شمار ايله څلور ماشومان پښتو ژبې زده کړې لپاره ښوونځي کې سبق وايي.

د مورنۍ ژبې ارزښت او پر وړاندې يې شته ستونزو ته مو کتنه کړې، بشپړه مرکه دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now