پښتنو ميشتو سيمو کې روانې جګړې نه يوازې پښتنو ته ځاني او مالي تاوان اړولي بلکې ډيره کې فرهنګي فعاليتونه او ادبي ناستې هم په ټپه ولاړې دي. ځينو پښتنو ميشتو سيمو کې بيا د پښتو ادب او هنر ته يو ځل بيا پام اړول کيږي او کوښښ کيږي ترڅو پښتو ژبې ته خدمت لپاره يادو سيمو کې شته تشې ډکې کړای شي. پښتو ژبې ته خدمت برخه کې د پاکستان لرې پرتې قبايلي سيمې تيرا کې مو د فرهنګي شخصيت زميدار بهار هلې ځلې په رپوټ کې راخيستي. زمونږ همکار اسلام ګل افريدي قبايلي سيمه تيرا کې د پښتو ادبې ټولنې له غړي زميدار بهار سره خبرې کړي، بشپړه مرکه دلته واورئ.
شریکول





