آسټرالیا له روسیې، کاناډا، چین، امریکا او برازیل وروسته د نړۍ شپږم لوی هېواد دی او په سویلي نیم کرې کې پروت دی.
آسټرالیا ۷ میلیونه ،۶۹۲ زره او ۲۴ کیلومتره مربع مساحت لري چې د اصلي وچې ترڅنګ لویې او کوچنۍ ټاپوګانې هم په کې شاملې دي. د دغه هېواد اصلي وچه له شمال څخه تر جنوب پورې ۳۱۳۸ کیلومتره او له ختیځ څخه لویدیځ پورې ۳۹۸۳ کیلومتره اوږدوالی لري.
آسټرالیا د نړۍ له هېڅ هېواد سره د ځمکې لار نلري. اندونیزیا، نوی زیلنډ، پاپوا نیو ګیني او ختیځ تیمور د دغه هېواد ترټولو نیږدې ګاونډي هېوادونه دي.
آسټرالیا د سیاسي جوړښت له پلوه ۶ ایالتونه لري چې د نیو ساوت وېلز، وېکټوریا، تزمانیا، کوینزلنډ، سویلي آسترلیا او لویدیځې آسټرالیا په نومونه یادېږي.
دغه هېواد دوه سیمې هم لري چې د شمالي او مرکزي سیمو نومونه ورکړل شوي دي. د آسټرالیا هېواد پلازمېنه کانبرا نومېږي چې په اې سي ټي یا د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې موقعیت لري.
سیډني، ملبورن ، برزبن، پرت، داروین او اډېلېډ د دغه هېواد لوی ښارونه دي.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



