د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر لاریون کوونکو له ډزو وروسته یو شمېر پښتنو د بنو ښار د پولیسو مرکز مخې ته اعتراضي پرلت پیل کړی دی.
تېره ورځ په زرګونو کسانو په بنو کې د امن ولسي لاریون په لاره اچولی وه چې د امنیتي ځواکونو لخوا پرې برید ترسره شو.
راپورونه ښيي چې په یاد برید کې ۱ تن وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون او یو شمېر سیاستوالو پر لاریون کوونکو ډزې غندلي دي.
د اس بي اس پښتو خبریال وايي چې په پرلت کې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ګډون کړی دی. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
شریکول





