په ملبورن ښار کې د منظور پښتین د خلاصون او افغان کډوالو د حقونو لپاره لاریون ترسره شو

409405526_7022418817834473_8042925513654070180_n.jpg

Credit: Facebook/Liaqat Khan

د آسټرالیا په ملبورن ښار کې د منظور پښتین د خوشې کېدو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو لپاره لاریون ترسره شو.


د آسټرالیا په ملبورن ښار کې یو شمېر افغانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر، منظور پښتین د خوشې کېدو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو لپاره لاریون ترسره کړی.

منظور پښتین څو ورځې وړاندې په چمن کې د پاکستان د امنیتي ادارو لخوا په پولیسو د ډزو په تور نیول شوی.

لاریون کوونکي د‌ پاکستان له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه لري.

د لاریون په اړه لا ډېر جزئیات د افغان آسترالیا د بشردوستانو او د بهر میشتو افغانانو د نړیوالې شورا له مشر ښاغلي دور محمد آشنا سره په ترسره شوې مرکې کې اورېدلی شئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now