د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د نا امنیو له امله ځایي ولسونه درېیم ځل بې‌ کوره شوي دي

Kpk.jpg

KPK Credit: Suplied

د خیبر پښتونخوا د یو شمېر سیمو اوسېدونکو ته ویل شوي چې خپلې سیمې پرېږدي او یا هم د وسله والو پرضد قومي لښکر جوړ کړي، خو ځايي خلکو دغه غوښتنه رد کړې ده.


په دې وروستیو کې یو ځل بیا د باجوړ نه تر جنوبي وزیرستان پورې د سیمو خلکو ته ویل شوي چې یا خو دې د وسله‌والو پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره خپلې سیمې پرېږدي، او یا دې د وسله‌والو پر ضد قومي لښکر جوړ کړي. خو ځایي خلک وایي چې نه دي تیار خپلې سیمې پرېږدي، او نه هم غواړي لښکر جوړ کړي.

د خیبر، په تیراه سیمه کې، شاوخوا یولس میاشتې مخکې په سلګونه کورنۍ بې‌کوره شوې وې، خو دغه خلک شکایت کوي چې تر اوسه پورې دولت ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړیې.

په راتلونکې یوه اوونۍ کې د باجوړ نه تر وزیرستان پورې د مختلفو سیمو خلکو د لویې جرګې (لویو غونډو) اعلان کړی دی.

مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د نا امنیو له امله ځایي ولسونه درېیم ځل بې‌ کوره شوي دي | SBS Pashto