د قبایلي سیمو مشران وايي، د پښتنو قومي جرګې پرېکړې لا هم نه دي عملي شوي

Pashun Jirga.png

Credit: Facebook / Manzoor Pashteen

د قبایلي سیمو مشران وايي، له جرګې وروسته د پښتنو په سیمو کې امنیتي وضعیت لاپسې خرابه شوی او د ځینو سیمو اوسېدونکي د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.


د روان کال په اکټوبر میاشت کې د پښتنو د قومي عدالت په نوم په خیبر کې یوه درې ورځنۍ غونډه جوړه شوه چې په کې د بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر خلکو په کې ګډون کړی و.

د جرګې په پرېکړه لیک کې ترټولو لویه غوښتنه دا وه چې د دوو میاشتو په مودې کې دې د پاکستان پوځ او طالبان د دوي له سیمو څخه ووځي.

د دې ترڅنګ په جرګې کې پر ډیورنډ کرښه له پاسپورټ او ویزې پرته د ازاد تګ راتګ غوښتنه هم شوې وه. ښاغلي پښتین ویلي وه که چېرې دغه غوښتنه یې و نه منل شي نو پر ډیورنډ کرښه به د ګمرک او پیسو راټولو دفترونو مخې ته پرلت وکړي.

سره له دې چې د جرګې د پرېکړې دوه میاشتې پوره شوي، خو لا هم د پښتنو د قومي جرګې پرېکړې لا هم نه دي عملي شوي.

مهرباني وکړئ په دې اړه لا معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now