سره له دې چې د طالبانو سرپرست حکومت لاهم د نړۍ د کوم هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د سیمي او نړۍ ځینو هېوادونو کې د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د یو شمېر سفارتونو د تعامل او طالبانو ته د دغو سفارتونو د ورسپارلو لړۍ روانه ده.
د طالبانو سرپرست حکومت ته د سفارتونو د ورسپارلو په روانه پروسه کې تازه متحده عربي اماراتو دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د اکتوبر په ۲۶ مه د طالبانو له لوري نوي ګومارل شوي سرپرست سفیر ته وسپاره.
طالبان وایي؛ چې په متحده عربي اماراتو کې د سفیر په توګه د بدرالدین حقاني ګومارل به د داوړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې مثبت رول ولوبوي.
د طالبانو سرپرست حکومت له دې مخکې هم د سیمې په ځینو هېوادونو کې له دې ډلې په قطر، ایران، پاکستان، روسیه او چین کې د افغانستان سفارتونو او ځینو نورو هېوادونو کې د افغانستان قونسلګریو ته خپل استازي معرفي کړي دي.
همداراز په دې وروستیو کې هسپانیا او هالنډ هېوادونو کې افغان سفارتونو اعلان وکړ، چې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل او اړیکه کې دي.
خو اوس اساسي پوښتنه داده، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د طالبانو حکومت سره د افغانستان د یو شمېر سفارتونو تعامل او د طالبانو حکومت ته یې سپارل په څه معنا دي؟
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.





