پاکستان د انګور اډې لاره له تېرو ۲۲ میاشتو راهیسې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده. د جنوبي وزیرستان خلک او سوداګر وايي چې دوی څو ځله له حکومت سره خبرې کړې دي، خو دغه ستونزه لا تر اوسه نه ده حل شوې. د سویلي وزیرستان خلکو حکومت ته د جون د میاشتې تر ۳۰مې نېټې وخت ورکړی چې دغه لاره پرانیزي. مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول




