Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د پښتو ستورې سندرغاړې ماجبين قزلباش د ژوند وروستيو شيبو کې يې کورنۍ د مرستې غوښتنه کوي

ماجبين قزلباش د ژوند وروستيو شيبو کې او کورنۍ يې د مرستې غوښتنه کوي

د پښتو نامتو او خوږ غږې سندرغاړې ماجبين قزلباش د زړه حملې له امله يې ژوند له ستر خطر سره مخ دی او د ډاکټرانو ويلي قزلباش له اوسنۍ بيمارۍ څخه نشي ژغورلی.


خپور شوی په

By Islam Gul Afridi

وړاندې کوونکی Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د پښتو نامتو او خوږ غږې سندرغاړې ماجبين قزلباش د زړه حملې له امله يې ژوند له ستر خطر سره مخ دی او د ډاکټرانو ويلي قزلباش له اوسنۍ بيمارۍ څخه نشي ژغورلی.


د ماجبين قزلباش کورنۍ پخوا له ايران څخه پاکستان ته کډه شوې وه او په کال ۱۹۵۸ کې ماجبين همدې ايراني الاصله کورنۍ کې پيدا شوه.

ماجبين له ۱۳ کلنې څخه په سندرو ويلو پيل وکړ او لومړۍ سندرې چې د هغې نوم او څيره يې پښتنو ته وړاندې کړه (سپينې سپوږمې وايه اشنا به چيرته ځينه) سندر وه.

د ماجبين قزلباش يوازينی زوی شاهد علي اورکزی وايي، چې مور يې بد روغتيايي حالت کې ده او دوی له مالي ستونزو سره مخ دي او ډيره کې يې وس نه رسيږي ترڅو خپلې مور اعلاج وکړي.

شاهد وايي، که مور يې خپل ژوند له لاسه ورکړي، حتی د هغې جنازې مراسمو لپاره هم کافي اندازه پيسې نه لري ترڅو لږښتونه يې پوره کړي.

د ماجبين قزلباش کورنۍ له پاکستاني حکومت څخه غواړي ترڅو پدې سخت وخت کې له هغوی سره مرسته وکړي او د ماجبين اعلاج پر مختللي روغتون کې وکړي.

ماجبين، پاکستان سربيره په افغانستان،جرمني،انګلستان، مينځني ختيځ او امريکا کې هم سندرې ويلي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له پيښور څخه رپوټ لري چې دلته تازه حال اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now