نړۍ کې د ټکنالوژي او ډيجيټال چټکۍ سره پر مختګ ډيرو کارونو کې يې اسانتياوې رامينځته کړي.
همدې پرمختګ ته په کتو پيښور ښار کې د يو شخصي پوهنتون استاد هڅې پيل کړي ترڅو پښتو ته د ماشيني ژباړې لارې هوارې کړي ترڅو پښتانه همدو وسيلو کارولو سره وشي کولی نړۍ سره ونښلول شي.
د ټکنالوژۍ پرمختګ کولی شي پښتو ژبې ته لا ډير خدمت کولو لارې هوارې کړي او پدې برخه کې لا ډير کار ته اړتيا ده.
ډاکټر عمر عثمان وايي چې پر داسې پروګرامو يې کار پيل کړی کوم چې اوتوماتيک شکل سره د پښتو ژبې خبرې نورو ژبو ته او يا د نورو ژبو خبرې پښتو ته د ماشين يا کمپيوټري پروګرام له لارې وژباړل شي، يعنې نوې ټکنالوژۍ کارولو سره به پښتنو ته لا ډير اسانه شي ترڅو غږ له لارې له نورو ژبو سره وصل شي.
له ښاغلي ډاکټر عمر عثمان سره زمونږ همکار اسلام ګل افريدي مرکه کړې. لا ډير معلومات بشپړه مرکه کې واورئ.