جنوبي اسټراليا کې پښتنو د کريکټ لوبو اتلولي پر مخ اچولې

Uzair Safi

Uzair Safi Source: Uzair Safi

د اسټراليا جنوبي ښار اډيليډ کې د پښتنو ټولنه غواړي چې د لوبو او نورو کلتوري پروګرامو له لارې پښتانه سره راټول کړي او هم له نورو ټولنو سره ښې اړيکې لا نورې هم پراخه کړي.يادې ټولنې دا مهال اډيليډ ښار کې د کريکټ لوبو اتلولي پر مخ اچولې په کوم کې چې له شلو ډيرې لوبډلې لوبيږي.د يادې اتلولۍ تنظيم کوونکی عزيرصافی وايي په پام کې لري ترڅو راتلونکي کې داسې ورته اتلولي د اسټراليا په سطحه تنظيم کړي او ځوانان سره راټول کړي.ښاغلی صافی وايي چې اسټراليا کې د پښتنو کريکټ وده به افغانستان راتلونکي لپاره هم ښه وي ځکه چې همدا لوبغاړي بيا کولی شي چې افغانستان لپاره ولوبيږي.د ښاغلي عزير صافی بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now