سيدني ښار کې د يو پښتون پناه غوښتونکي مړينې وروسته کورنۍ ته يې شاوخوا ۳۰،۰۰۰ ډالر مرسته ټوله شوه

Catholics offer burial spaces to Muslims

Muslim section of Rookwood Cemetery. Source: SBS Bangla

د پاکستان دير سره تعلق لرونکی يو پښتون پناه غوښتونکي د اسټراليا سيدني ښار کې ساه ورکړه.


څو ورځې وړاندې د پاکستان دير سيمې عبدالمالک چې اسټراليا کې د کډوال په توګه يې ژوند کاوه او تر اوسه يې د اسټراليا دايمي ويزه نه وه ترلاسه کړې ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ.

مرحوم عبدالماک په سيدني ښار کې د کورنۍ نږدې غړي نه لرل ولې له مړينې وروسته د هغه جسد پاکستان ته ليږدولو لپاره نورو خلکو د پيسو مرستو راټولول پيل کړل.

د عبدالمالک د جسد ليږد برخه کې ګڼو پښتنو مرسته وکړه او د هغه نږدې دوستانو څخه فيض الله افريدی چې خپله پوهنتون کې د PHd زده کړې کوي د خپل اسټراليايي مشر په مرسته يې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۰۰۰ ډالرو مرسته راټوله کړه.

همداسې ورته نورې مرستې د پښتنو ټولنو استازو هر يو انور خان، زين دلزاک، رحم جليلي او نورو لخوا راټولې شوې. راټولې شوې پيسې شاوخوا ۳۰،۰۰۰ ډالر دي او دا پيسې د عبدالمالک جسد ليږد او کورنۍ سره يې مرستې لپاره ورکول کيږي. 

د مرحوم عبدالمالک نږديې ملګری ښاغلي رحم جليلي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال وويل، تر اوسه د مرحوم عبدالمالک جسد پاکستان ته ندی استول شوی ولې د ځينو سفارتونو لخوا د هغه اسنادو مسلې حل وروسته به جسد پاکستان کې د مرحوم کورنۍ ته سپارل کيږي.

لا ډير معلومات د رحم جليلي په مرکه کې واورئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service