پاکستان کې په کال ۲۰۱۷ کې سر شميرنه ترسره شوې چې پکې د ياد هيواد نفوس ۲۲۲ ميليونه کسان وښودل شو.
۲۰۲۰ کال شميرو له مخه ياد هيواد کې نفوس له ۲۳ ميليونه لوړ شوې چې لدې سره پاکستان د نړۍ ۵ ډير نفوس لروونکی هيواد شميرل کيږي.
پاکستان کې په وروستي ځل په کال ۱۹۹۸ کې سر شميرنه شوې او بيا تر ۲۰۱۷ کال پورې د ياد هيواد په نفوس کې ۲.۴ سلنه ډيروالی ليدل شوی.
۱۹۹۰ کال څخه تر ۲۰۱۲ پورې د پاکستان په نفوس کې ۵۴ سلنه ډيروالی راغلی.
بله خوا د ۲۰۱۷ کال سر شميرنه کې ډيرې ستونزې د پښتنو ميشتو سيمو په ځانګړي ډول د قبايلو په ګوته کيږي.
پښتنو ميشتو سيمو کې پوځي عملياتو وروسته ډيرو پښتنو خپل کورونه پريښي او نورو ځايونو ته کډه شوي ولې دا سر شميرنه داسې مهال هم ترسره شوې چې ډير شمير له بې ځايه شوو پښتنو څخه خپلو سيمو ته لا نه و راستانه شوي.
د قبايلو له خيبر پښتونخوا سره يوزای کولو وروسته د نورو ستونزو ترڅنګ يو د پښتنو شمير لږ ښودل دي.
يوازې که د اورکزيو مثال ذکر وکړو نو په کال ۱۹۹۸ کې د يادې سيمې نفوس ۲۲۵ زره ښودل شوی ولې بيا ۲۰ کاله وروسته سر شميرنه کې دا شمير ۲۵۴ زره تنه ښودل شوې يعنې په نږدې ۲۰ کلونو کې يوازې ۲۵ زره ډيروالی چې دا د يادې سيمې اوسيدونکو لپاره د منلو نده.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له قبايلي مشرانو او مدني فعالانو سره خبرې کړي او هغوی انديښنې يې راخيستي چې دا ټول پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.



