پيښور کې د پښتو ژبې پوهانو د ليک لوست ودې او اصلاح لپاره دوه ورځنی سيمينار جوړ کړ

Pashto language seminar

Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

پيښور پوهنتون کې د پښتو ژبې اکاډمۍ د پښتو ژبې ليک لوست لپاره دوه ورځنی سيمينار جوړ کړ.


پاکستان کې ميشت پښتانه په ډيره کې په خپل درسي نصاب په پښتو ژبه نه لري او همدا وجه ده چې پاکستان کې پښتانه د ليک او لوست له سترو ستونزو سره مخ دي.

پيښور پوهنتون کې د پښتو ژبې اکاډمۍ د پاکستان بيلابيلو سيمو او افغانستان څخه هم د پښتو ژبې پوهان راټول کړي ول او پر ځينو مهمو مسايلو نظرونه ورکړل.

د پښتو ژبې اکاډمۍ مشر نصرالله جان وزير وايي، د ياد سيمينار جوړول په اصل کې د پښتو ژبې ليک لوست او املايي ستونزو حل او پښتو ژبې پرمختيا لپاره ګټورې مشورې ترلاسه شوې.

ښاغلی نصرالله جان وزير وايي، پاکستان کې ميشت پښتانه په پښتو ژبه خبرې کول او يا اوريدلو کې ستونزې نه لري ولې تر ټولو عمده ستونزه په ليک لوست کې ده چې هغې حل لپاره د ژبې پوهانو نظرونه راټوليږي.

ښاغلي زياته کړه، مونږ به راتلونکې کې بيلابيلو سيمو کې ورته سيمينارونه جوړ او نظرونه راټول کړو ترڅو هغه بيا حکومتي چارواکو ته وسپارل شي ترڅو په نصاب کې بدلون راوړل شي.

اسلام ګل افريدی له پيښور څخه رپوټ لري چې لا ډير نور معلومات بشپړ رپوټ کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now