د پښتنو ګوندونو استازې او قومي مشران وايي، د پاکستان حکومت يې حق نه ورکوي.
پيښور ښار کې د عوامي نيشنل ګوند په مشری د پښتنو ګوندونو ځيني استازي او ګومې مشران سره راټول شول او پښتنو پر وړاندې يې شته ستونزو حل پر لارو چارو خبرې وکړې.
د ګوندونو استازو او قومي مشرانو د پاکستان لخوا قبايلو له خيبر پښتونخوا سره يوځای کول او له يو ځای کولو وروسته له پښتنو سره شوو ژمنو نه پوره کولو پر مسلې هم خبرې وشوې.
ټولو پښتنو سياسي ګوندونو استازو او قومي مشرانو له جرګې وروسته يوې ګډې هوکړې ته ورسيدل او له حکومت څخه يې غوښتنې مطرح کړې.
د جرګې ځينو ګډونوالو خبرې مو تاسو ته راخيستي چې په اړه يې بشپړ رپوټ اوريدلی شئ.





