ډير پښتانه خپلو کورونو کې داسې سوچ کوي چې که يوه ميرمن پر سر چت لري او يا کالي پر تن لري او خوراک کوي نو هغه به هرو مرو خوشحاله وي ولې ژوند کې خوشحالی لپاره ډير څه په کار وي او له ټولو مهمه د زړه سکون پکار وي.
نړۍ کې د کرونا وبا د ډيرو کسانو ژوند بدل کړی او بيا دا بدلون ډيره کې هغو هيوادونو کې ليدل کيږي چيرې چې فقر او بې وسه ډيره وي.
د پاکستان پښتنو ميشتو سيمو کې چيرې چې ډيري پښتنو د ورځې کار کولو سره خپل د کور نفقه برابروله ولې اوس د کرونا ويروس وبا له بنديزونو سره مخ دي او ډيره کې دوی په کور ناست دي.
دا چې دا مهال دوی لدې سخت وخت څخه تيريږي له هر وخت ډير دوی دې ته اړتيا لري ترڅو رواني مرسته او يا درملنه ترلاسه کړي.
د پيښور روغتيا ادارې کې ارواح پوهه او رواني ډاکټره ټليفون له لارې سلګونو کسانو سره رواني مرسته کوي.
اغلې سنبل ګيلاني وايي، پيښور کې ميشت پښتانه که چيرې رواني او يا نفسياتي ستونزو سره مخ دي نو اغلې د هغوی درملنه خبرو او مشورو له لارې کوي.
اغلې وايي، اوسني حال کې پښتنې ميرمنې نه يوازې داچې د کور کار بوج پرې ډير دی بلکې منفي چاپيريال، د ماشومانو کور کې شتون د خاوند بې کاري او داسې نور ذهني فشارونه دي چې ميرمنې ورسره مخ دي.
پدې وروستيو کې ډير شکايتونه چې د پيښور روغتيا اداره يې ترلاسه کوي هغه ډيره کې پر ښځو باندې قهر او غوصې موضوع ده.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له ډاکټرې سنبل ګيلاني سره مرکه کړې او تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.





